د جي اووه هېوادونو درې ورځنۍ سرمشريزه د جون په ۱۵مې نېټې د ايټاليا په جنوب پوګليا سيمه کې پای ته ورسېده. د دې ګروپ مشرانو په دې غوڼدې کې دا موافقه کړې، د روسيې هغه کنګل شوې پانګې، چې له ۲۶۰ ميليارډو ډالرو څخه زیاته ده، د تولید شوې ګټې پر بنسټ اوکراين ته د ۵۰ ميليارډو ډالرو پورونه ورکړي.
شنونکي دې ته اشاره کړې، چې د اوو هېوادونو ګروپ غواړي د يادې پرېکړې له لارې نړۍ ته خپل يووالی او لارښوونيز توان وښيي، خو په حقيقت کې د دې ګروپ غړي هېوادونه پر ګڼ شمېر مهمو مسئلو باندې ډېر توپيرونه لري.
اوکراين ته د مرستې برابرول د يادې سرمشريزې مهمه موضوع ده. د اوکراين روان بحران د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پیل شوی او له دې وروسته لوېديځ هېوادونو پر روسيې زيات بنديزونه لګولي، د ساري په توګه، په بهر کې يې د روسيې د سلګونو ميليارډو ډالرو پانګه بنده کړې، چې اکثره يې په اروپا کې ده. د دې ګروپ غړي هېوادونه د روسيې د يادې پانګې چلند په اړه تل توپيرونه لري. د روان کال په اپرېل کې د امريکا پارلمان ولسمشر ته صلاحيت ورکړی، چې د روسيې ځينې شتمنۍ مصادره کړي او اوکراين ته یې وسپاري، څو د جنګي تاوان په توګه يا د بيارغونې لپاره وکارول شي. د دې ترڅنګ، امريکا لا هم له خپلو ملګرو څخه غوښتي، چې د روسيې کنګل شوې شتمني مصادره کړي، خو د فرانسې او جرمني په شمول اروپايي هېوادونه په دې تړاو اندېښمن دي، چې داسې اقدامات به په اروپايي ټولنې کې د نورو هېوادونو د پانګونې باور زیانمن کړي. د اروپا د ملي بانک مشرې کريستین لاګارډ ويلي، چې داسې اقدامات به يوه خطرناک بېلګه جوړه کړي او ښايي له نړيوال قانون سره په ټکر کې وي.
واشنګټن بيا دا وړاندې کړې، چې د روسيې د کنګل شویو پانګو د هغې ګټې پر بنسټ اوکراين ته د ۵۰ ميليارډو ډالرو پور ورکړي، چې هر کال تقريباً ۳ ميليارډو ډالرو ته رسېږي. د خبر له مخې، اروپايي ټولنه او امريکا پر کليدي مسئلو د نظر توپيرونه لري، مثلاً څوک به د دې ضمانت وکړي او څوک به د پانګې د کارولو کنټرول حق ولري. که څه هم د جي اوو هېوادونو ګروپ مشرانو په دې غونډه کې د امریکا تر فشار لاندې اوکراین ته د پور ورکولو پلان تصويب کړی، خو په ټولو علني معلوماتو کې د پانګې او د ضمانت مسئوليت د وېشلو په اړه مسئلې نه دي روښانه شوې. اړوند مذاکرات لا هم روان دي او ښايي څو مياشتې به دوام ولري.
د فلسطين او اسرائيل پر مسئلې د ياد ګروپ د غړو هېوادونو غوښتنې لا هم توپیر لري. د برېټانيا د نړيوالو چارو شاهي انسټيټيوټ (Royal Institute of International Affairs) په اند، د غړيو هېوادونو د کورنيو او بهرنيو پاليسو د توپيرونو له امله، د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په اړه د بېلا بېلو خواوو ستراتيژۍ هم بېلې دي. د بېلګې په توګه، د تېر کال په اګست کې د ملګرو ملتونو په يوې بېړنۍ غونډه کې فرانسې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د بشري اوربند له پرېکړه لیک څخه ملاتړ کړی، خو برعکس امريکا پرې مخالفه رايه ورکړې او برېټانيا او جاپان ممتنع رايې ورکړې. ترې ښکاري، چې د اوو هېوادونو ګروپ ترمنځ مختلف دريځونه شته دي.
د اوو هېوادونو ګروپ د يادې سرمشريزې کوربه هېواد ايټاليا د کډوالو مسئلې ته ډېره پاملرنه کړې، خو امريکا، کاناډا او جاپان په دې اړه پاملرنه نه لري. د امريکا د يو غير حکومتي سازمان مسئول ویلي، د اوو هېوادونو ګروپ د افريقا د کډوالو مسئلې د حل په برخه کې هېڅ اغېزناک تدابير نه دي غوره کړي بلکې یوازې یې خبرې کړې دي.
که څه هم د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، چې دغې سرمشريزې ډېر مهم برياليتوب تر لاسه کړی، خو دغه تش په نامه برياليتوب د نړيوالې ټولنې د پام وړ او د انسانانو له ګټې سره نه دی تړلی. شنونکي وايي، چې د اوو هېوادونو ګروپ په دې وروستيو کلونو کې د نړيوال پرمختګ، اقليمي بدلون او د بېوزلۍ له منځه وړلو په شمول ځینو مهمو نړيوالو مسائلو کې لږ جر و بحث کړی. برعکس، دغه ګروپ د ډله یيزې مقابلې د پورته کولو او د بېلتون او شخړې د راپاړولو په برخو کې هڅونکی رول لوبولی دی، نو په دې سره د دې ګروپ نړيواله اغېزه او عامه اعتماد په چټکه توګه کمزور شوی دی.