د روسيې د روستوف ايالت په يو زندان کې یوه جنايي پېښه وشوه
CMG2024/06/17 14:47:56
شريکول:

د روسیې د روستوف ايالت روستوف اون دون ښار په يوه زندان کې د جون د ۱۶مې نېټې په سهار یوه پېښه رامنځته شوې چې د دې زندان  ۶  تنو بندیانو په همدې ورځ د چاکو په وسیله د زندان دوه پولیس یرغمل کړی، په نتیجه کې  ۶  تنه یرغمل نیونکي د روسي پوځ لخوا وژل شوي او دوه تنه یرغمل یعنې پولیس  ژغول شوي دي. 

 له یادو ۶ تنو بندیانو څخه څو تنه په ترهګریزو عملیاتو کې د شکمن ګډون په تور نیول شوي او د داعش پیروان دي.

د روسيې فدرالي پلټنې کمېټې دا پېښې جزايي قضيې ګڼلې او اړوندو مسوولینو پلټنې پيل کړې دي.