د ايران او سويډن ترمنځ د بندیانو مبادله وشوه
CMG2024/06/17 10:13:53
شريکول:

جان فلودوروس له ازادېدو وروسته د سويډن له لومړي وزير سره د خبرو اترو پر مهال

ايران د جون په ۱۵مې نېټې د سويډن دوه اتباع او سويډن يو ايرانی ازاد کړی دی.

د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جون په ۱۵مې نېټې خبر ورکړ، د دغه هېواد د عدليې وزارت پخوانی مامور حامد نوري په همدې ورځ د سويډن لخوا تر خوشي کېدو وروسته بېرته تهران ته راستون شوی دی. هغه څه باندې ۴ کاله دمخه د ناسم تور په اثر د سويډن په استکهلم هوايي ډګر کې نيول او بندي شوی و.

د سويډن خبري رسنيو د خبر له مخې، ايران د روانې مياشتې په ۱۵مې نېټې د سويډن دوه اتباع هم ازاد کړي دي.