چين او استراليا د خپلمنځي اړیکو پر ټينګښت هوکړه کړې
CMG2024/06/17 15:16:35
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۱۷مې نېټې د استراليا د کانبيرا پارلمان په ودانۍ کې د دغه هېواد له صدراعظم انټوني البانيس سره نهمه کلنۍ لېدنه کړې ده.

روان کال د چين او استراليا ترمنځ د هراړخيزو دوستانه اړيکو د جوړېدو له لسمې کليزې سره برابر دی.

لي چيانګ له خپل استراليايي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له استراليا سره په ګډه لا ثابتې، پخې او اغېزمنې او هراړخيزې ستراتيژيکي دوستانه اړيکې جوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

البانيس د يو چين پيژندلو پر اصل ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې له چين سره به د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د جوړېدو د لسمې کليزې په درشل کې په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي او د اړيکو د ښه والي او پرمختګ هڅونه به يې وکړي.

چين به د استراليا خلکو ته اجازه ورکړي، چې له وېزې پرته یې هېواد ته تګ راتګ وکړي.

چين او استراليا هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته به د سيلانۍ، سوداګرۍ او له خپلوانو سره د حال او احوال لپاره درې ـ پنځه کلنې وېزې ورکړي.

دواړو خواوو «د چين او استراليا د صدراعظمانو په کلنۍ لېدنې کې د لاسته راوړنې ګډه اعلاميه» هم خپره کړې ده.