چین او یونیسکو د لوی دېوال د سکالرشيپ پروګرام تړون تمدید کړ
CMG2024/06/18 10:10:36
شريکول:

د چين د ښوونې وزير هوای جين پنګ د جون په ۱۷مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې د يونيسکو له عمومي مديرې اودري ازولي سره کتلي او د لوی دېوال د سکالرشيپ پروګرام تړون يې ورسره تمديد کړی دی.

هوای جين پنګ د يونيسکو د ښوونې او روزنې د لوړې کچې لارښوونيزې کمېټې په غونډې کې د ګډون په موخه پاریس ته تللی دی.

مېرمن ازولي د چين او يونيسکو ترمنځ اوږمهالې همکارۍ ستايلي او ويلي يې دي، چې دواړه خواوې د ښوونې او روزنې په برخه کې ګډې نظریې لري او د لوی دېوال د سکالرشيپ پروګرام همکارۍ يې يوه بريالۍ بېلګه بللې ده.

(ژباړه: شکريه)