د G7 سرمشريزه: د امريکايي ګټو د خونديتوب جيوپوليټيکي وسيله
CMG2024/06/18 17:15:12
شريکول:

 په داسې حال کې چې نړۍ له بلها ډيرو ناحل شويو مسايلو سره لاس او ګريوان ده، د اوو بډايو هېوادونو ډلې يا G7 يو ځل بيا، دا ځل د جون له ۱۳مې تر ۱۵ نېټې پورې په ايټاليا کې غونډه وکړه. د غونډې اجنډا د روسیې او چين په شمول د جيوپوليټيکي ټکرونو تر سلطې لاندې وه چې د متحدو ايالتونو د جيوپوليټيکي ستراتيژيو پر مخ بېولو کې د G7 رول په ګوته کوي.

G7 يا د اوو بډايو هېوادونو ډله له څو اړخيز جوړښت څخه چې يو وخت يې د نړۍ اقتصادي ثبات ټينګ کړی و، د لويديځ په ځانګړي ډول متحدو ايالتونو لپاره په اقتصادي، سياسي او امنيتي برخو کې د نامناسبو ابزارو د کارولو له لارې د سلطې د ټينګولو پر وسیلې بدله شوې ده. دا ډله اوس د متحدو ايالتونو د ستراتيژيکو اهدافو په چوپړ کې واقع جيوپوليټيکي وسله ده.

لکه څرنګه چې رويټرز په يوه راپور کې ويلي، د G7 د سږنۍ سرمشريزې مهم تمرکز پر دې و چې ايا د يادې ډلې د غړو هېوادونو مشران د روسیې له کنګل شويو شتمنيو څخه اوکراين ته د مرستو له ورکړې سره هوکړه کولی شي او که نه؟ اوس د دې پوښتنې ځواب هو دی. د G7 غړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د روسیې د کنګل شويو شتمنيو له عوايدو څخه اوکراين ته ۵۰ ميليارده ډالره پور ورکړي. پر دې سربېره متحدو ایالتونو پر خپلو لويديځوالو متحدينو فشار راوړ چې د چين د مازاد توليدي ظرفيت په تړاو اندېښنې د سرمشريزې په وروستۍ اعلاميه کې شاملې کړي؛ هغه ګام چې الجزيرې يې راپور ورکړ او د G7 پر اجنډا د متحدو ايالتونو نفوذ څرګندوي.

چيني کارپوهانو دا وړاندوينه کړې وه چې د متحدو ايالتونو په رهبرۍ کې د G7 غړي هېوادونه به له شک پرته د چين د صنعتي ظرفيت مسئله د پای په اعلاميه کې شامله کړي. په حقيقت کې د چين يادونه ۲۹ ځله شوې ده. ورته اقدامات پر نړيوالو سوداګريزو اړيکو منفي اغيز کولی شي او دا ښيي چې G7 جيوپوليټيکي مانورونو ته د نړيوال اقتصادي وضعيت پر ښه کېدو لومړيتوب ورکوي.

متحدو ايالتونو د سرمشريزې پر ټولې اجنډا تسلط درلود او هڅه یې کوله چې د ولسمشر جوبايډن له ټاکنيزو منافعو سره مطابقت ولري. دوی د اوکراين له مسئلې سره د اروپا د تړلو او د چين د صنعتي ظرفيت د کمولو له لارې د سيمه ييزو رايو د راټولولو هڅه وکړه. په يوې بلې مانا، د G7 سرمشريزې ته د متحدو ايالتونو د امنيت شورا د يوه پراخې جلسې نوم هم اخيستی شو.

په داسې حال کې چې د سرمشريزې لومړۍ جلسه د افريقا، اقليمي بدلون او پراختيا پر مسايلو په تمرکز له نړيوالو ګواښونو سره د مبارزې لپاره ځانګړې وه، د چين د زرغون صنعت پر خلاف ګامونه په دې برخه کې د دوی دوه مخي ښيي. د اقليمي بدلون د مسئلې د هواري لپاره اړينه ده چې د انرژۍ د دوديزو سرچينو واقعي بديلونه رامنځته شي. د بايډن له لوري د تعرفو تر څلور برابره کولو وروسته د اروپايي اتحاديې له لوري هم د چين پر برېښنايي ګاډو د ګمرکي تعرفو لوړول د چين د زرغونې انرژۍ د پرمختګ ستراتيژيکه ځپنه ده.

پر دې ټولو سربېره، د رويټرز د معلوماتو پر بنسټ امريکايي چارواکو تمه درلوده چې د G7 غړي هېوادونه به د چين کوچنيو بانکونو ته ګوتڅنډنه وکړي څو پر روسیې د بنديزونو د فشار په کمولو کې له مرستې لاس واخلي. دا يوه بله بېلګه ده چې ښيي G7 يا د اوو بډايو هېوادونو ډله د متحدو ايالتونو د جيوپوليټيکي هڅو د يوې وسيلې کچې ته را ټيټه شوې ده. لويديځ د چين او روسیې اقتصادي مبادلاتو ته په کم نظر ګوري، هېوادونه د يوه لوري نيولو ته اړباسي، نړيوال تقابل لا ژوروي او دغه راز د G7 تنګ نظري لا ډيره روښانه کوي.

G7 د خپلې دې ادعا پر خلاف چې ګنې د نړيوالو ستونزو د هواري لپاره کار کوي، اوس پر يوې داسې سياسي ډلې بدله شوې چې ټول تمرکز یې د نورو هېوادونو پر ځپلو او له نړۍ سره د تقابل پر پراخولو دی. پر چين د دې ډلې له دوامدارو بريدونو ښکاري چې G7 د ستونزو د هواري د وسيلې پر ځای پر ستونزه بدله شوې ده.

رويټرز د G7 د غړو هېوادونو د مشرانو تنګې او تياره روحیې ته په اشارې سره ويلي چې د روسیې – اوکراين د شخړې په ګډون له نړيوالو مسايلو او په کور د ننه له ژورو مخالفتونو سره مخ دي. په يوه ايډيال حالت کې د G7 سرمشريزه بايد نړۍ د يووالي او ثبات پر لور سوق کړي او د غړو هېوادونو مشران یې په کور د ننه انسجام راولي؛ خو که لويديځ هېوادونه د متحدو ايالتونو په پیروۍ د چين او روسیې د مهارولو هڅې روانې وساتي نو ښايي په کور د ننه کړکيچونه یې زيات شي او نړيوال کړکيچ هم داسې کچې ته ورسوي چې بيا یې هواری ممکن نه وي.

کارپوهان باور لري چې د G7 سرمشريزه تر شته شرايطو لاندې د پام وړ موخو ته له رسيدو سره مرسته نه شي کولی او آن کيدای شي چې لا ډېرې ويجاړوونکې پايلې ولري. دا چاره G7 د نړيوالو مسايلو په برخه پر لا ډيرې ويشونکې، ويجاړوونکې او د تقابل پر رامنځته کوونکې ټولنې بدلولی او د متحدو ايالتونو د جيوپوليټيکي سيالۍ د وسيلې په توګه یې رول لا ډير را برسېره کولی شي.

په ټوله کې، د G7 تر وروستۍ سرمشريزې وروسته به نړۍ اوس دې ته ګوري چې دغه ډله  نړيوالو مسايلو او خنډونو ته رغنده رسيده ګي کوي او که د تر ټولو مخکښ او مسلط غړي د جيوپوليټيکي دسيسو په دام کې بنده پاتې کيږي.

د G7 اوسنی خط السير د دې ډلې مشروعيت او اغيزناکتوب تر پوښتنې لاندې راولي. جيوپوليټيکي تقابل ته د مسايلو د هواري لپاره پر ګډې حل لارې لومړيتوب ورکول نه يوازې د مسايلو له هواري سره مرسته نه کوي بلې شته کشمکشونه لا ډير ژورولی شي. د وړاندې تګ لپاره څو اړخيزتوب ته کلکه ژمنتيا او له تنګو جيوپوليټيکي اجنډاوو څخه، چې د G7 غړي هېوادونو یې پالي، وتل پکار دي. يوازې په همدې صورت کې کيدای شي چې  G7 د نړيوال ثبات، سولې، سوکالۍ او پرمختګ د ساتونکي ځواک په توګه خپل رول ادا کړي.