د روسيې ولسمشر به ډيموکراتيکې کوريا ته سفر وکړي
CMG2024/06/18 10:41:28
شريکول:

د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ د جون په ۱۷مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين به د روانې مياشتې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې له ډيموکراتيکې کوريا څخه ليدنه وکړي.

نوموړی د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي شورا د مشر کيم جونګ اون په بلنې دغه هېواد ته رسمي سفر کوي.