اسرائيل: په رفح کې به یې عمليات څو اوونۍ نور هم دوام ولري
CMG2024/06/18 10:49:02
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د جون په ۱۷مې نېټې يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې پر رفح ښارګوټي يې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پوځي کنټرول ترلاسه کړی او په سیمې کې به يې عملیات " څو اوونۍ"  نور هم دوام ولري.

خبرپاڼه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو له ۴۰ ورځو راهیسې په رفح ښارګوټي کې ځمکني عملیات کوي، د فيلادلفي دهلیز کنټرول یې ترلاسه کړی، د حماس شاوخوا ۵۵۰ وسله وال یې وژلي او ۲۵ ځمکني تونلونه یې کشف کړي، چې د مصر په لوري وهل شوي دي.

(ژباړه: شکريه)