چن ون چينګ به له سينګاپور او جنوبي افريقا څخه رسمي لېدنې وکړي
CMG2024/06/18 10:42:31
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړی او د دغه مرکزي کمېسيون د سياست او قانون کمېټې منشي چن ون چينګ به د روانې مياشتې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې سينګاپور ته په رسمي سفر ولاړ شي.

نوموړی به د چين او سينګاپور د ټولنيزې ادارې څلورم لوړپوړي فورم کې ګډون وکړي او ورپسې به جنوبي افريقا ته په رسمي سفر ولاړ شي.