بېجينګ: د جنوبي سمندر په اړه د فليپين وروستۍ لايحه د چين له ملي حاکميت او د ادارې له حقونو سره په ټکر کې ده
CMG2024/06/18 10:58:21
شريکول:

د فليپين بهرنيو چارو وزارت د جون په ۱۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي،  چې د دغه هېواد سرحدي چارو کمېټې ته يې له لويې وچې څخه لرې په جنوبي سمندر کې د سرحدي کرښې د ټاکلو لايحه وړاندې کړې ده.

اعلاميه وايي، فليپين به د ملګرو ملتونو له سمندري قانون سره سم په جنوبي سمندر کې د طبيعي سرچېنو د پيدا کولو حقونه ترلاسه کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د روانې مياشتې په ۱۷مې نېټې يوې خبري ناستې ته د فليپين ياده کړنه د خپل هېواد له ملي حاکميت او اداري حقونو څخه سرغړونه  بللې ده.

نوموړي د فليپين دغه کړنه د ملګرو ملتونو د سمندري قانون په شمول له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې او هم يې د جنوبي سمندر په اړه د بېلا بېلو خواوو د عملياتي اعلاميې له اړوندو اصولو سره په ټکر کې بللې ده.