ولې بهرنۍ تصدۍ په چين کې چټک پرمختګ مومي؟
CMG2024/06/18 15:20:10
شريکول:

په چين کې د هالنډ فېليپس شرکت مرستيال عمومي منيجر چنګ نينګ په دې وروستيو کې له سي اېم جي سره په مرکې کې ويلي، چې په چين کې يې د شرکت عايدات پر له پسې زياتېږي او د زياتوالي سرعت يې نړيوال مخکښ ځای نيولی دی. د نوموړي په وينا، فېليپس شرکت چيني بازار ته په درنه سترګه ګوري او غواړي په لوړو پانګونو ترې زياتې ګټې ترلاسه کړي. د دې تر څنګ، د جرمني خبري رسنيو په اند، د دغه هېواد تصديو ته تر ټولو ستر ګواښ دا دی چې له چيني بازار څخه په ګټې اخيستنې د ټولې نړۍ په سيالۍ کې خپله وړتيا هم له لاسه ورکړي.

ولې بهرنۍ تصدۍ چيني بازار ته خورا پام کوي؟ علتونه يې څه دي؟

د چين حکومت د جون په ۱۷مې نېټې د روان کال د تېرې مې د اقتصادي چارو د وروستيو حالاتو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په همدې مياشت کې د دغه هېواد د سترو تصديو د صنعتي ارزښت زياتوالی د ۲۰۲۳م کال د مې په پرتله ۵.۶ سلنه لوړ شوی او د تصديو د توليدي او بازاري فعاليتونو اټکلي شاخص يې ۵۴.۳ سلنه او د خدمتي چارو اټکلي شاخص يې ۵۷.۰ سلنه ښودل شوي، چې نسبتاً لوړه سويه يې ساتلې ده. دغه راز د روان کال له جنورۍ تر اپريل پورې د چين د سترو صنعتي تصديو ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۳ سلنه زياتوالی موندلی او د تصديو په سوداګريز حالت کې يې پر له پسې ښه والی راغلی دی.

ويل کېږي، د چين اقتصادي چارې اوس مخ پر ودې روانې دي، عمده شاخصونه يې لږ څه لوړ شوي او ثابت او ښه حالات يې ساتل شوي دي. همدغه ټکی پر چيني بازار د بهرنيو تصديو د باور د پياوړتيا سبب ګرځيدلي دي.

چيني بازار خورا ستره پيمانه لري. په چيني ټولنې کې د تېرې مې مياشتې د مصرفي توکو د پرچون د خرڅلاو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۳.۷ سلنه زياتوالی ښودلی او د زياتوالي سرعت يې د تېر مارچ په مقايسه ۱.۴ سلنه چټکيا موندلې او په ځانګړې توګه د کلتوري او ګرځندوی چارو اړوندو مصارفو يې چټک پرمختګ کړی، چې د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې يې عمومي ارزښت د ۲۰۲۳م کال د همدې مودې په پرتله  ۷.۹ سلنه زيات شوی دی. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چيني اقتصاد دننه خوځنده ځواک د اعاده کېدو په حال کې دی او د مصارفو بالقوه توان يې پر له پسې پياوړی کېږي.

نوښتونه تصدۍ ژوندۍ ساتي

د چيني بازار يوه ځانګړتيا دا ده، چې نوښتونه پکې په چټکۍ پر له پسې رامنځته کېږي. تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په تېرې مې مياشتې کې د چين د عالي ټېکنالوژۍ د سترو توليدي چارو اضافي ارزښت د ۲۰۲۳م کال د همدې مياشتې په پرتله ۱۰.۰ سلنه زيات شوی، چې له دې جملې څخه يې د مدغم شويو سرکټونو، د درې ډي(D۳) چاپي سامان الاتو او کنټينر وړونکو بيړيو په شمول پر عالي ټکنالوژۍ سمبالو توليداتو توليدي اندازې چټک ډېروالی موندلی او په اړوندو چارو کې يې د پانګونې ارزښت د زياتوالي سرعت هم د نورو چارو په پرتله چټک زياتوالی کړی دی. دا د دې څرګندويي کوي، چې د چين توليدي چارې اوسمهال د عالي کېدو، ځيرک کېدو او زرغونېدو پر لوري چټک ګامونه اخلي او د نوي کيفيت توليدي ځواک په اړه يې د اقتصاد نوی اينجن ورځ تر بلې مخ په پياوړې کېدو دی.

زيات شمېر بهرنۍ تصدۍ پر دې اند دي، چې د چين ډېری مستعد کسان، تخنيکي تفوق، فعال مصرفوونکي او بشپړ صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه د نوښتګرو توليداتو ګټو ته خورا مناسبه فضا برابروي او همدا د بهرنيو تصديو د پرېکړو سبب دی، چې له چيني تصديو سره ګډ کار وکړي او په نړيوالې سيالۍ کې خپل توان قوي وساتي. په تېرې مې مياشت کې د فرانسې موټرو شرکت ريناولت(RENAULT) د جيلي(GEELY) په نوم د چين له موټرو شرکت سره په ګډې پانګونې يوه نوې تصدي پرانيستې او په ګډ کار به د هایبريډ ټېکنالوژۍ (hybrid technology) ته پرمختګ ورکړي.

 د فرانسې د ريناولت شرکت لومړي اجرائيوی مشر لوکا ده ميو (Luca de Meo) د چين له موټرو شرکت سره ياده همکاري د راتلونکې بريا کيلي بللې ده.

 د فرانسې بي اېف اېم(BFM) ټلويزيون ويلي، چې ريناولت شرکت چين ته مخ په نژدې کېدو دی.

برسېره پر دې، چيني بازار نړيوال اقتصاد ته مثبت ځواکونه برابروي.

 د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د چين د توکو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶،۳ سلنه زياتوالی ښيي.

په چين کې د پيسو نړيوال صندوق لومړي استازي ښاغلي سټيفن بارنېټ (Steven Barnett) په دې اړه ويلي، کله چې د چين اقتصاد په سلو کې يو پرمختګ وکړي، نو له دغه هېواد سره تړلي اقتصادونه به هم په سلو کې ۰.۳ زياتوالی ومومي.

د روان کال له پيل راهيسې چيني اقتصاد خورا ځواکمن پرمختګ کړی او څو نړيوالو ارګانونو هم د چيني اقتصاد په اړه وړاندوينې لوړې کړې دي.

د کوريا جمهوريت د اسيا اقتصاد ورځپاڼې ويلي، چې د چين اقتصاد د اصلاحاتو د اغېزمنو اقداماتو په اثر له اټکل وتلی ښه پرمختګ موندلی دی. 

د چين مرکزي حکومت په يو لړ وروستيو غونډو کې پر هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو ټينګار کړی او هڅه کوي، چې له دې لارې د چيني شکله عصري کېدو بهير پرمخ بوزي. له دې جملې څخه، د چين د نړيوالې سيالۍ توان لرونکي د نوښتګر او پرانيستي چاپېريال د ابادۍ او د نړيوالې علمي او تخنيکي نظرتبادلې او همکارۍ د پياوړتيا په شمول ځينو ترتيباتو د عالي سويې ورخلاصون او اصلاحاتو راتلونکی لوری روښانه کړی دی.