چين او استراليا د ستراتيژيک اقتصاد په اړه هوکړه وکړه
CMG2024/06/18 10:49:51
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېسيون د جون په ١٧مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د ياد کمېسيون مرستيال مدیر ليو سو شه او د استراليا زېرمه وال جيم چالمرس په همدې ورځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د ستراتيژيکي اقتصادي ډيالوګ په اړه هوکړه ليک لاسليک کړی دی.

 دواړو خواوو موافقه کړې، چې د ستراتیژیک اقتصاد خبرې به بیا پیل کړي، په ستراتیژیکو او اقتصادي موضوعاتو به تمرکز او د خپلمنځي اړیکو او تبادلې لپاره به هڅې وکړي او عملي او اغېزمنو اقتصادي همکاريو ته به وده ورکړي.

(ژباړه: شکريه)