يوې شياو يونګ د افغانستان مسئلې په اړه د چين، روسيې، ايران او پاکستان د ځانګړو استازو په غونډې او اوسلو فورم کې ګډون وکړ
CGTN2024/06/19 16:51:03
شريکول:

د افغانستان د چارو لپاره د چین د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی يوې شياو يونګ د جون له ۸مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې ايران او ناروې ته په سفر تللی او د افغانستان مسئلې په اړه يې د چين، روسيې، ايران او پاکستان د ځانګړو استازو په غونډې او اوسلو فورم کې ګډون کړی دی.

نوموړي په غونډې کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين پاليسي او تدبيرونه معرفي کړي او له ګډونوالو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره يې د نظريو تبادلې کړې دي.