لي چيانګ له ماليزيا څخه رسمي ليدنه پيل کړه
CGTN2024/06/19 10:11:25
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د خپل ماليزيايي سيال انور بین ابراهيم په بلنې د جون په ۱۸مې نېټې د ماليزيا پلازمېنې کوالالمپور ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړې ده.

د چين او ماليزيا پر رسمي اړيکو ۵ لسیزې اوښتي او خپلمنځي اړيکو  ته يې سالم پرمختک ورکړی دی.

لي‌ چيانګ يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين او ماليزي له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې متقابل ستراتيژيک اعتماد ټينګ ساتلی، کلتوري تبادلې يې زياتې کړي، د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، خپلو خلکو ته يې زياتې ګټې رسولي او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره يې فعال خدمتونه برابر کړي دي.