د ايران په شمال ختيځ کې زلزله شوې، ۴ کسان پکې وژل شوي
CGTN2024/06/19 10:11:57
شريکول:

د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جون په ۱۸مې نېټې خبر ورکړی،‌ چې په همدې ورځ د دې هېواد په شمال ختيځ کې د رضا خراسان ولايت کشمر ښار کې د ۵ درجې په سختوالي زلزلې لړزولی، چې له امله يې ۴ کسان مړه او څه باندې ۱۲۰ کسان ټپيان شوي او اوسمهال ۳۵ ټپيان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. دغې زلزلې د کشمر ښار ځينې ودانۍ هم سختې زيانمنې کړې دي.

خبر وايي، دغه زلزله په ځايي‌ وخت د روانې مياشتې په ۱۸مې نېټې د ماسپښين په يوې بجې او ۲۴ دقيقو شوې او ژوروالی يې تر ځمکې لاندې ۶ کيلو متره ښودل شوی دی.