د چين – استراليا د مشارکت لسمه کليزه د همکارۍ لپاره مثبته فضا برابروي
CMG2024/06/19 15:07:00
شريکول:

د جون په ۱۷مه په کانبېرا کې د چين د لومړي وزير لي چيانګ او د استراليا د لومړي وزير انتوني البانېز کتنه د دواړو هېوادونو د اړيکو په تاريخ کې د عطف مهم ټکی ګڼل کيږي. د پنځو همکاريزو سندونو لاسليکول او د ګډې اعلاميې خپرول د چين او استراليا د پاخه، باثباته او رغنده مشارکت اهميت څرګندوي.

لکه څرنګه چې ريیس شي جين پينګ يو وخت ويلي وو چې نړۍ په کافي اندازه لويه ده او چين او متحدو ايالتونه دواړه پکې ځایېدای شي، همدا ډول ارام سمندر هم په کافي اندازه پراخ دی چې چين او استراليا دواړه په لمن کې رانغاړلی شي. د لي چيانګ د سفر پر مهال اعلان شوي اقدامات، په ځانګړي ډول استراليايي وګړو ته د ويزو يو اړخيز معافيت د اړيکو د پراخولو په برخه کې د چين د ښه نيت څرګندونه کوي.

له چين سره د استراليا د کارګر ګوند د ښو تاريخي اړيکو سربېره، استراليايان له اوږدې مودې راهيسې اندېښمن دي او له چين ويره پرې غالبه ده. د سيډني د تخنيکي پوهنتون وروستۍ نظرپوښتنه دا ټکی په وضاحت سره بيانوي. په داسې حال کې چې ۶۲ سلنه ګډونوالو یې له چين سره د اقتصادي اړيکو ګټو ته لېوالتيا ښودلې، يوې لویې برخې يا ۷۱ سلنې یې لا هم له چين سره د تعامل پر مهال د دوی ملي امنيت ته ورپېښ ګواښونه د درک وړ بللي او ۵۹ سلنې بيا د چين پر وړاندې د استراليا د حکومت د سخت دريځ ملاتړ کړی دی.

د استراليايي وګړو د اندېښنو د کمولو لپاره د دواړو هېوادونو د وګړو تر منځ د مبادلاتو پراخول اړين دي. د ويزو يو اړخيز معافيت پر سم لوري يو ګام دی. پر دې سربېره په ۱۹۹۴ کال کې د «اسيايي ژبو او د استراليا اقتصادي راتلونکې» تر عنوان لاندې خپاره شوي راپور کې چې د روډ راپور یې هم بولي، وړاندیز شوی و چې هر استراليايي ماشوم بايد د څلورو اسيايي ژبو (چيني، کوريايي، جاپاني يا اندونيزيايي) له منځه يوه ژبه زده کړي. دغه وړانديز ښايي له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې د چين او استراليا د تجارتي ودې په اته چنده کېدو کې رول لوبولی وي. له بده بخته، د روډ راپور دغه وړانديز په ۲۰۰۷ کال کې ودرول شو چې له کبله یې پر دوه اړخيز ولسي تګ راتګ ناوړه اثر پرېوت. د چين – استراليا د کلتوري تبادلې پياوړي کول خورا مهم دي.

د چين او استراليا د مشارکت د لسمې کليزې په مناسبت د دواړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو تر کتنې وروسته په خپره شوې ګډه اعلاميه کې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک مشارکت پر اهميت او د پخو، باثباته او رغنده دوه اړخيزو اړيکو پر تقویې ټينګار شوی دی.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې دوه اړخيزې اړيکې به پراخوي، د خپلو ملي کټو ساتنه به کوي او توپيرونه به په پراخ فکر سره مديريت کوي. دوی دغه راز د رهبرانو، وزيرانو او نورو چارواکو تر منځ په مختلفو کچو کې د دوامدارو تماسونو يادونه هم وکړه څو د دوه اړخيزو اړيکو د پايدارې او ثابتې پراختيا ملاتړ وشي.

د دواړو هېوادونو د اقتصادي قوتونو تکميلي ظرفيت ته په پام او د منافعو بنسټيزو توپيرونو ته له پام پرته د ګټورو متقابلو همکاريو لپاره پراخه فضا موجوده ده. د ليټيمو، اوسپنې او ډبرو سکرو په ګډون د اسټراليا کاني زيرمې يادو توکو ته د چين له ډيريدونکې اړتيا سره مطابقت لري، ځکه بيجينګ د بيا کارېدونکې انرژۍ او بريښنايي موټرو د توليد په برخو کې خپلې موخې په جديت سره تعقيبوي. په ورته مهال د استراليا د لوړ کيفيت کرنيز محصولات او د نړيوالې کچې تعليمي مؤسسې چيني مصرف کوونکو او لېوالو زده کوونکو ته خورا ډير ارزښت لري.

له دې ټولو سره سره د چين – استراليا اړيکې، سره له دې چې له ننګونو خالې نه وې، د ژورې دښمنۍ او ډيرو دوامدارو شکايتونو له کبله نه دي زيانمنې شوې. دا د يوه اينده محوره مشارکت د رامنځته کولو لپاره پوخ بنسټ جوړوي، هغه مشارکت چې مذاکراتو، تفاهم، سيمه ييز ثبات او سوکالۍ ته لومړيتوب ورکوي.

د لومړي وزير لي چيانګ تر سفر لږ مخکې په يوه خپره شوې ليکنه کې د استراليا لومړي وزير البانيز وويل چې «چين او استراليا دوه ډير متفاوت هېوادونه دي، د حکومتولۍ بڼه یې ډيره متفاوته ده او د نړۍ په اړه یې د فکر بڼه هم توپير لري». پر دې سربېره هم نوموړي ټينګار کړی و چې ”د دواړو هېوادونو تر منځ له شته توپيرونو سترګې نه شي پټېدای خو مهمه خبره دا ده چې ياد توپيرونه څنګه مدیريت کيدای شي. “دا د هغه درک انعکاس دی چې ښيي، په پېچلې کېدونکې نړۍ کې د يو هېواد د ډيپلوماټيکې وړتيا معيارونه د تقابل او ټکر رامنځته کول نه بلکې د توپيرونو اغيزناک مديريت کول دي.

چين او استراليا د اسيا – پاسفيک سيمې د دوو لويو قدرتونو په توګه مسووليت لري چې سيمه ييز ثبات، سوکالي او پراختيا تقويه کړي. که دغه دواړه هېوادونه د سياليو پر ځای پر همکاريو تمرکز وکړي نو د نورې نړۍ لپاره به پر يوې داسې بېلګې بدل شي چې ښيي، مذاکرات، متقابل درناوی او ګډو ګټو ته ژمنه پر توپيرونو غلبه کولی او يوه روښانه راتلونکې رامنځته کولی شي.

پراخ پاسفيک (ارام) سمندر د چين – استراليا د همکاريو د بالقوه ظرفيت پر شتون شاهد دی. د لومړي وزير لي چيانګ د سفر پر مثبتو پايلو په تکیې، په مختلفو کچو د دوه اړخيز تګ راتګ په پراختيا او د متقابل پوهاوي او باور په ډيرولو سره چين او استراليا په مخ کې پراته خنډونه لرې کولی او يو داسې مشارکت رامنځته کولی شي چې نه يوازې دواړو ملتونو ته ګټه ورسوي، بلکې د ټولې سيمې له ثبات او سوکالۍ سره مرسته وکړي.