شي‌ جين پينګ د چين له چينګ های ولايت څخه ليدنه وکړه
CGTN2024/06/19 11:09:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۸مې نېټې د دغه هېواد له چينګ های ولايت څخه لیدنه کړې ده.

نوموړی د یاد ولايت د شي نينګ ښار د ګوه لوه شي نينګ د ملت منځني ښوونځي او هونګ جوې معبد ته ورغلی او هلته يې د تعليمي چارو په برخه کې د چين د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د همغږي پرمختګ او د چيني ملت د ګډې ټولنې د اباديزې پوهنې په اړه مالومات ترلاسه کړي دي.

شي جين پينګ  د سیمې خلکو ته په ټولنې کې د وطن پرستۍ او مذهب پرستۍ د ښه دود د پراخېدو او د ملت د يووالي او پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.