چين روسیې ته د وسلو ورکړې په اړه د امريکا ادعا رد کړه
CGTN2024/06/19 17:47:53
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د يوه خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن تېره ورځ  ادعا کړې وه، چين د اوکراين جنګ لپاره روسيې ته وسلې برابرې کړې وې، وويل چې هېواد يې څو څو ځلې په دې اړه خپل دريځ څرګند کړی، چې د اوکراين په بحران  کې به ونډه وانخلي او تل د سولې په موخه د خبرو لپاره هڅه کوي. د هغه په خبره، چين د جنګ خواوو ته وسله نه برابروي او په جدي توګه پوځي او غير پوځي صادرات څاري او کنټرولوي يې.

 د چين دا اقدامات د نړيوالې تولنې  له خوا په لوړهکچه ستايل شوي دي.

د نوموړي په وينا، هېواد يې د امریکا له هغه اقداماتو سره کلک مخالفت کوي، چې بې له هیڅ ثبوت څخه يې دروغ ادعا خپره کړې او چين يې تورن کړی دی.