اسرایئلي پوځ پر لبنان د برید پلان تصویب کړ
CMG2024/06/19 10:25:15
شريکول:

د اسرائيل پوځ د جون په ۱۸مې نېټې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې پر لبنان يې د برید پلان تصويب کړی دی.

اعلاميه وايي، د اسرايئلي پوځ د شمالي  قوماندانۍ مشر اوري ګوردین او د عملياتو ادارې مشر اودید باسیوک په لبنان کې د پوځي عملياتو پلان تصويب کړی او په شمالي قومندانۍ کې يې وضعیت تر سنجش لاندې نيولی دی.

په یاده اعلامیه کې د بریدونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.