ولاديمير پوتين له کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت څخه رسمي ليدنه پيل کړه
CGTN2024/06/19 10:10:43
شريکول:

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس د جون په ۱۹مې نېټې خبر ورکړی،‌ چې د روسيې ولسمشر ولا‌ډيمير پوتين د دې هېواد پلازمېنې پيونګ يانګ ته رسېدلی او خپله رسمي ليدنه يې پيل کړې ده.

د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جون اون د پيونګ يانګ نړيوال هوايي ډګر کې پوتين ته ښه راغلاست ویلی او دروند هرکلی یې کړی دی.

 کيم جون اون له رسنيو سره په خبرو کې خوښي ښودلې، چې له څه باندې ۲۷۰ ورځو وروسته يو ځل بيا له خپل روسي سیال سره ويني.

پوتين په هوايي ډګر کې د کيم جون اون له تود هرکلي مننه کړې ده.

دواړو سیالانو پيونګ یانګ کې د کومسوسان ملي مېلمستون ته تللي او هلته يې په بېلا بېلو مسئلو خبرې کړې دي.