په تېرې مې مياشتې کې د چين ـ اروپا او د چين ـ اسیا اورګاډيو نوي تاريخي ريکارډ‌ونه ټينګ کړي
CGTN2024/06/19 14:50:51
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د جون په ۱۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرې مې مياشتې کې د چين ـ اروپا او د چين ـ اسيا د اروګاډيو د تګ راتګ عمومي شمېر ۲۷۳۳ ته رسېدلی او نوي تاريخي مياشتني ريکارډونه يې جوړ کړي دي.

په تېرې مې مياشتې کې د چين ـ اروپا  ترمنځ  ۱۷۲۴ اورګاډو تګ راتګ کړی او  ۱۸۶ زره کانټينرونه يې ليږدولي دي، چې دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه او ۱۳ سلنه زياتوالی ښيي.

خبر وايي، په همدې مياشتې کې د چين ـ اسيا د اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۱۰۰۹ ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زياتوالی ښيي او ۷۴ زره کانټينرونه يې ليږدولي دي، چې دا بيا ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.