په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د جون په ۱۸مې نېټې له ټولو هېوادونو څخه غوښتي، چې د وسلو د صادراتو معقولې پالیسۍ وټاکي، د امنيت شورا د وسلو ټرانسپورټي بنديز دې پلی کړي، ډلو ټپلو ته دې وسلې نه لېږدوي، په ډېر احتياط دې د جګړې سيمو ته وسلې صادرې کړي او د بې قانونه کړو وړو مخه دې ونیسي.
نوموړي د وسلو د صادراتو سمې او معقولې پالیسۍ د هغو هېوادونو لپاره ډېرې اړينې بللي، چې د ترهګرۍ او نړيوالو جرمونو پر ضد مبارزې کې ښکېل دي، سیمه ييزه سوله او ثبات ساتي او د بېلا بېلو هېوادونو اقتصاد او ټولنې ته د پرمختګ زمينه برابروي.