د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند لين جیان د جون په ۱۹مه نېټه د يوې نوبتي خبري ناستې مشري وکړه او پکې يې ويلي ، د فليپين بيړۍ د چين له مخالفت سره سره په خپل سر د چين د نان شا ټاپوګانو د ژن ای پرښې ته داخل شوې دي. د چين سمندري پولیسو د پېښې پر ځای د فليپيني بيړيو د مخنيوي په پار مسلکي او زغموونکي قانوني اقدامات نيولي، خو د فليپيني پرسونلو پر ضد يې کوم تدبير نه دی کړی.
نوموړي دا هم وويل، فليپين بيا بيا د لومړنيو توکو د لېږدولو خبر ورکړی، خو په حقيقت کې يې ساختماني مواد حتی وسلې او مهمات ورته لېږلي او هڅه کوي چې د اوږدې مودې لپاره د ژن ای پرښې کنټرول کړي.
د ده په خبره، چين له فليپين څخه غوښتنه کړې چې سمدلاسه له خپلو تېری کوونکو او لمسونکو کړنو څخه لاس واخلي. چين به د ملي حاکميت او خپلو حقه حقونو ټينګې ساتنې ته ادامه ورکړي.