چین او استرالیا څنګه د خپلمنځي اړیکو ښه تمایل ساتلی شي؟
CMG2024/06/19 15:15:55
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د جون په ۱۵مې نېټې استراليا ته ولاړ او له دغه هېواد څخه يې ۴ ورځنۍ رسمي ليدنه وکړه.

نوموړي له خپل استراليايي سیال سره د چين او استراليا د صدراعظمانو کلنۍ ناسته ترسره کړې او د لاسته راوړنو ګډه اعلاميه يې خپره کړې او د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په شمول ځینو برخو کې یې همکاریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د استرالیا صدراعظم انټوني اربانیس د لي چیانګ دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټينګښت لپاره یو مهم ګام بللی دی.

سږ کال د چین او استرالیا  ترمنځ د هراړخیزو ستراتېژیکو اړیکو د ټينګېدو او استرالیا  ته د رئیس شي جين پينګ د رسمي لېدنې لسمه کالیزه ده.

په تېرو لسو کلونو کې د دواړو خواوو اړیکې له لوړو او ژورو څخه تېرې شوې دي. د استرالیا د تېرو دوو دورو حکومتونو د واشنګټن په خوښه د ۵جي شبکې د جوړونې، د شينجیانګ او جنوبي سمندر په شمول د ځینو موضوعاتو په اړه پر چین تورونه لګول، چې له امله یې د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې خرابې شوې وې.

د استرالیا د کارګرو ګوند د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې بیا واکمن شو او له چین سره یې اړیکې تنظیم کړې او اوسمهال یې اړيکې ښه والی مومي.

چین او استرالیا څنګه کولی شي، چې د خپلمنځي اړیکو تمایل ښه وساتي؟

 شنونکي په دې اند دي، چې دواړه هېوادونه دې یو د بل درناوی وکړي، په مشورو دې خپلمنځي توپیرونه لرې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې اغېزمنې همکارۍ وکړي.

د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو د بل عمومي حالاتو ته کتنه او کلیدي ګټو ساتنه ډېر مهم ټکي دي.

د استرالیا صدراعظم انټوني اربانیس له خپل چيني سیال سره په يادې ناستې کې د یو چین پېژندنې پر تګلارې ټينګار کړی او د تایوان له بېلتون څخه یې د نه ملاتړ رویه په ډاګه کړې ده او په خبره يې، د چین او استرالیا د اړیکو ټينګښت او ښه والی به وهڅوي.

شنونکي وايي، که انټوني اربانیس خپلو څرګندونو ته د عمل جامه واچوي، نو د دواړو هېوادونو د متقابل باور بنسټ به نور هم ټينګ شي.

چین او استرالیا په اقتصادي برخه کې یو د بل کمښت پوره کولای شي او اصلي همکاران بلل کېږي. چین له مسلسلو ۱۵ کلونو راهیسې د استرالیا لومړی لوی سوداګریز همکار، صادراتي بازار او د وارداتو سرچېنه ده. تېر کال د دواړو خواوو سوداګریز ارزښت ۲۲۹ میلیارډو او ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی او د استرالیا ۸۰ سلنه سوداګریز مثبت توازن له چین سره په تجارت کې ترلاسه شوی دی.

چین او استرالیا د ازادې سوداګرۍ هوکړه ليک هم لاسلیک کړی دی.

 دغه تړون له لوی لوېديځ هېواد سره د چین د لوړې سویې لومړی تړون دی، چې د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر کې پلی شوی او د چین او استرالیا د تجارت او پانګونې لپاره يې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

په داسې حال کې، چې په ګردې نړۍ کې د پروټکشنيزم يا سوداګرۍ ساتنې نظریې زیاتې شوي، د چین او استرالیا دغه هوکړه لیک نه یوازې د دواړو خواوو د ازادې سوداګرۍ تړون د تطبیق لپاره ګټور دی، بلکې د پرانيستي نړیوال اقتصاد د هڅولو په اړه هم پکې ارادې ښکاري.

 چین او استرالیا  د اسیا او اراسم سمندر سیمه کې پراته دي، تاریخي عقدې یا د بنسټیزو ګټو جنجالونه نه لري، بلکې پراخې موافقې لري، نو دواړه خواوې باید خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او د سیمې ثبات او سمسورتیا باید وساتي.

د یادولو ده، چې د استرالیا صدراعظم انټوني اربانیس څو ورځې مخکې په یوې لیکنې کې ویلي، چې د یو هېواد د ډيپلوماتیک توان د ارزونې معیار د اختلافاتو او توپیرونو د حل توان دی او د ټکر د رامنځته کولو توان نه دی.

ایا استرالیا به د واشنګټن لار تعقیب کړي او د چین د پرمختګ مخه به ونيسي او که د خپلو حالاتو له مخې به چين سره ګام واخلي؟

دغې پوښتنې ته ښايي د استرالیا سیاستوال ځواب ولري.