د چین او اروپا د چاپېریال او اقلیم مسئلو ۵م لوړ پوړی ډیالوګ ترسره شو
CMG2024/06/20 10:34:33
شريکول:

د چین مرستیال صدراعظم دینګ شوی شیانګ د جون په ۱۸مې نېټې د بلژیک په پلازمېنې بروکسېل کې د اروپايي کمیسیون له مرستیال اجرائیوي رئیس ماروس سیفکویچ سره کتلي او د چین او اروپا د چاپېریال او اقلیم مسئلو ۵م لوړپوړی ډیالوګ يې ورسره ترسره کړی دی.

ښاغلي دینګ شوی شیانګ ياد ډيالوګ ته په وينا کې ويلي، چې د چین دولت رئیس شي جين پينګ په دې وروستیو کلونو کې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره څو ځلې لېدنې کړي او د زرغونو همکاريو په اړه یې ورسره ځينې هوکړې کړې دي.

نوموړي ويلي، چین د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقابلې لپاره ملي ستراتيژي غوره کړې او تر ۲۰۳۰م کال مخکې به اوج ته د کاربن ایستنې اندازې د رسېدو او تر ۲۰۶۰م کال پورې د کاربن خنثی يا شنډېدوعملي موخې اعلان کړي.

نوموړي ويلي، د چین حکومت د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره یو لړ اغېزناک تدبیرونه نیولي او ګام په ګام به یې تطبیق کړي.

ښاغلي سیفکویچ ويلي، اروپا د زرغون پرمختګ په برخه کې د چین اغېزمن تدبیرونه او لاسته راوړنې ستايي او غواړي د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې او چاپېریال ساتنې په برخو کې ورسره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د بنسټ ايښودونکو ۲۹مه غونډه به پرمخ بوځي.

نوموړي زياته کړې، اروپا د چین د برقي موټرو چارو ابادۍ ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي د خبرو اترو له لارې ورسره خپلمنځي توپیرونه حل کړي.