روسیې او د کوريا ډيموکراتيک جمهوريت د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسلیک کړ
CMG2024/06/20 11:18:21
شريکول:

تاس خبري اژانس د جون په ۱۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت (دیموکراتیکه کوریا) د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون په همدې ورځ په پلازمېنې پینګ یونګ کې ((د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تړون)) لاسلیک کړی دی.

پوتين دغه تړون یو بې ساری سند بللی او باور یې ښودلی، چې د روسیې او دیموکراتیکې کوریا ترمنځ اړیکې به نوې کچې ته پورته او پیاوړې کړي.

په دغه تړون کې ويل شوي، که د تړون د لاسلیک کوونکو کوم اړخ د بل هېواد له تیري سره مخ شي، نو بل اړخ به ورسره مرسته کوي.

پوتین په دغه تړون کې امنیتي مسایل او نړیوالې اجنډاوې مهم موضوعات بللي او ويلي یې دي، چې روسیه د دې تړون له مخې له دیموکراتیکې کوریا سره د پوځي او تخنیکي همکاریو امکان نه ردوي.