په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس او د نورو نړيوالو سازمانونو په استازوليو کې د چين دايمي استازي چن شو د بشري حقونو شورا په ۵۶مې غونډې کې ګډون او وينا کړې او د بشري حقونو په اړه يې د خپل هېواد دريځ په ډاګه کړی دی.
نوموړي ويلي، سوله او پرمختګ له بشري حقونو سره نږدې تړاو لري او دمګړۍ په ټولې نړۍ کې د بشري حقونو اداره له چېلنج سره مخ ده.
چن شو پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې ريښتنی څواړخيزم وساتي، د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته دې درناوی ولري، د نړيوالو تمدنونو متنوع کېدو ته دې احترام وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو بشري حقونه دې وساتي.
نوموړي زياته کړې، چين له جعلي مالوماتو څخه جوړ شوي تورونه او ګوتڅنډنې نه مني او غواړي د متقابل درناوي او مساواتو پر بنسټ له بېلا بېلو هېوادونو او د بشري حقونو ادارې سره د نړيوالو چارو د پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.