امريکا: په سوريې کې مو د داعش يو لوړپوړی چارواکی وژلی
CMG2024/06/20 11:03:33
شريکول:

د امريکا مرکزي قوماندانۍ د جون په ۱۹مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو يوه اعلاميه خپره کړې او په سوریې کې د داعش د يوه لوړپوړې چارواکي د وژلو ادعا يې کړې ده.

اعلاميه وايي، امريکايي ځواکونو د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې په سوريې کې د داعش يو لوړپوړی چارواکی اسامه جمال محمد ابراهيم الجنابي وژلی دی.

 د امريکا مرکزي قوماندانۍ باور ښودلی، چې د ابراهيم الجنابي مړينه به پر داعش ډلې بدې اغېزې ولري او د ترهګريزو بريدونو توان به یې کم کړي.

اعلاميه وايي، د امريکايي ځواکونو په دغه بريد کې ملکي وګړيو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

د سوریې حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.