لي چیانګ د ماليزيا له پاچا ابراهیم سلطان سکندر سره ولیدل
CGTN2024/06/20 11:17:45
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۱۹مې نېټې د ماليزيا په امپراتوری ماڼۍ کې د دغه هېواد له پاچا ابراهیم سلطان سکندر سره ليدلي دي.

لي چیانګ له ابراهيم سره په خبرو کې، نوموړي ته د چین د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه رسولي دي.

نوموړي ماليزيا ته د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مهمې اجماع عملي کول او د چین او مالیزیا د اړیکو د لا پراختیا هڅونه بللې او ويلي يې دي، چې هېواد يې غواړي له ماليزيا سره د سياسي متقابل باور ژورتيا ته دوام ورکړي، د لوړې کچې تبادلې ورسره وساتي او د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت ورسره خپلمنځي همکاريو ته پرله پسې پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

ابراهيم د لي چیانګ له لارې رئيس شي جین پینګ ته نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړي دي.

نوموړي ويلي، مالیزیا له چين سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي او غواړي د اقتصاد، سوداګرۍ، ساینس او ټکنالوژۍ او سیلانۍ په برخو کې ورسره همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي د چيني تصديو هرکلی کړی، چې په ماليزيا کې پانګونې وکړي.