تېره مياشت د چين او اروپا اورګاډيو تاريخي ريکارډ جوړ کړی
CMG2024/06/20 10:49:35
شريکول:

د چين – اروپا بار وړونکو اورګاډيو د روان ۲۰۲۴م کال په درشل کې تاريخي ريکارډونه ټينګ کړي او په زړه پورې لاسته راوړنې لري.

د چين - اروپا ۱۷۲۴ باروړونکو اورګاډيو په تېره مې مياشت کې دوه طرفه تګ راتګ کړی او ۱۷۶ زره کنټينرونه يې ليږدولي دي، چې دغه شمېرې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه او ۱۳ سلنه زياتوالی ښيي او د لېږدول شويو مالونو مياشتنۍ اندازې يې تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.

تر تېرې مې مياشتې پورې، د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو عمومي شمېر ۹۰ زرو ته رسېدلی او د ۲۸۰ ۳۸۰ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت يې مالونهو لېږدولي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې هڅې کوي، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره په اقتصادي پرمختګ کې مرستې وکړي او وګړو ته يې ګټې ورسوي.