د چين د دولت رئيس شي چين پينګ د جون د ۱۹مې نېټې په ماسپيښين د نينګ شيا هوې قوم کورواکې سيمې څخه ليدنه وکړه. هغه د دې سيمې د مرکز ين چوان ښار د چانګ چنګ باغ استوګنيزې سميې ته ورسېد او هلته يې د بنسټيز ګوندي ارګان د رول، خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو او د بېلا بېلو قومونو د خلکو تر منځ د تبادلې د هڅولو په اړه مالومات اورېدلي دي.
(ژباړه: شکريه)