شي جين پينګ: مونږ باید د چینګهای- شي ځانګ لوړې د ایکولوژۍ ساتنې او باکیفیته پرمختګ لپاره هڅې وکړو
CMG2024/06/20 15:33:06
شريکول:

 د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د جون په ۱۹مې نېټې له چینګهای ولایت څخه د لیدنې پر مهال له ځايي خلکو سره په خبرو کې په ټينګار ويلي، چې د چينګهای سیمه ييز حکومت باید د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پرېکړې او ترتیباتو له مخې د پرمختګ نوې نظریې سمې او پوره تطبیق کړي، د خپلو وړتیاوو په کارولو سره باید د چينګهای- شي ځانګ لوړې (Qinghai–Xizang Plateau) د ایکولوژۍ ساتنې او باکیفیته پرمختګ کارونو ته دوام ورکړي او د چیني شکله عصري کېدو په چوکاټ کې باید د چینګهای سیمې ښه بڼه جوړه کړي.