جانګ جون: برېکس د عدلي تبادلې او همکاريو نوې پاڼه پرانيزي
CGTN2024/06/20 10:27:46
شريکول:

د برېکس هېوادونو د مشر قاضيانو فورم د جون په ۱۹مې نېټې د روسيې په سوچي ښار کې ترسره شو او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړې ده.

د چين  قاضي القضات او د سترې ولسي محکمې مشر جانګ جون په دغه فورم کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي عدلي تبادلې او همکارۍ د  برېکس هېوادونو تر همکاريز چوکاټ لاندې مهمې چارې بللي او په خبره يې، دغه فورم د برېکس هېوادونو د غړو له زياتېدو وروسته د عدلي همکاریو لومړی عالي فورم دی او تاريخي ارزښت لري.

جانګ جون ويلي، چې د چين عدلي ادارې به د برېکس هېوادونو له اړوندو ادارو سره زياتې همکارۍ او نظر تبادلې وکړي.