شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال د ځيرکو صنايعو نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CGTN2024/06/20 10:42:02
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۰مې نېټې د ۲۰۲۴م کال د ځيرکو صنایعو نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي مصنوعي ځيرکتيا د ټېکنالوژۍ او صنعت د اصلاحاتو په نوې څپې کې مهمه متحرکه قوه بللې، چې د نړۍ پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د انساني تمدن پر پرمختګ به ژورې اغېزه ولري.

شي جين پينګ ويلي، چې هېواد يې مصنوعي ځيرکتيا ته په درنه سترګه ګوري، د نوي کيفيت د تولیدي توان پرمختګ به چټک کړي او د باکيفيته پرمختګ لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، چين غواړي له نورو هېوادونو سره د ډيجټلي کېدو، انټرنېټي کېدو او د ځيرک کېدو پرمختګ فرصونه شريک کړي او د نړيوال اقتصاد د ابادۍ او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګټو د زیاتېدو په پار هڅونکی رول ولوبوي.