د تایوان تنګي د دواړو غاړو خلک یو دي
CMG2024/06/20 11:24:53
شريکول:

د جي ۷ يا د اووه صنعتي هېوادونو ډلې سرمشریزه څو ورځې مخکې په اېټالېې کې ترسره شوه او يو لړ عجيبې پرېکړې يې کړې دي.

د سرمشريزې ګډونوالو د چین د پرمختګ د مخنیوي لپاره بېځایه ګنګوسې راپورته کړي او د تایوان تنګي د وضعیت د ترینګلتیا په پار یې لسموونکې خبرې کړې دي.

په ورته مهال، د چین د تایوان تنګي فورم ۱۶م کانګرېس د جون په ۱۵مې د فو جیان ولایت په شیا من ښار کې په بریالیتوب ترسره شوی دی.

د تایوان د بېلا بېلو ټولنو شاوخوا ۷ زرو مېلمانو په دغه کانګرېس کې برخه اخیستې وه او په څنډې کې يې څه باندې ۲ زرو ځوانانو د تایوان تنګي د ځوانانو فورم او د دواړو غاړو د سپورټي لوبو په شمول یو لړ فعالیتونو کې ګډون کړی و. د تایوان تنګي د دواړو غاړو خلکو په یاد کانګرېس کې له مهربانۍ ډکې فضا کې د نظریو تبادلې کړې دي.

د تایوان یوه انلاين (Online blogger) بلوګر د کېمرې په سترګې د ياد کانګرېس او ځينو فعاليتونو ښې شېبې او احساسات خوندي کړي او ليکنې يې خپرې کړې دي.

دغه بلوګر په لیکنو کې ځای ځای لیکل شوي، چې دوی د هېواد سترې برخې ته راغلي او دلته لیدلي حالات یې له هغو څرګندونو او حالاتو سره توپيرونه لري، چې تايواني مقامات یې د تایوان خلکو ته وړاندې کوي او تایواني چارواکي په لوی لاس نه غواړي، چې د تايوانيانو او د هېواد د سترې برخې د خلکو ترمنځ نظرونه تبادله او احساسات يې ژور شي.

په دغو تایواني ځوانانو کې ځیني یې په لومړي ځل د هېواد سترې برخې ته تللي او ځینو یې بيا څو ځلې سفرونه کړي دي.

په دې وروستیو کلونو کې د تایوان تنګي د دواړو غاړو د ځوانانو ترمنځ تبادلې زیاتې شوي او خپلمنځي تفاهم او اجماع یې هم مخ په زیاتېدو دي.

د بېلګې په توګه، د سترې برخې فلمي لوبغاړي هو ګه د غوړېدلې شانګهای  په نوم ټلیویزوني سریال کې رول لوبولی او د تایوان تنګي په دواړو غاړو کې يې ستر شهرت ترلاسه کړی دی.

نوموړي څو ورځې مخکې تایوان ته سفر کړی او تايوانيانو يې تود هرکلی کړی دی.

په یاد ټلویزیوني سریال کې د شانګهای ټولنې د تېرې پېړۍ د پای کېسې بیان شوې دي. لوبغاړي هو ګه د یوه هوښیار او صمیمي سړي په توګه پکې رول لوبولی او د ډېرو ستونزو په ګاللو یو بریالی سوداګر ګرځېدلی دی.

د تایوان یوه کارپوه ویلي، د یاد ټلویزیوني سریال کېسه ډېره جلبونکې ده او هر کس پکې د ژوند د ښه والي لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي او په خبره يې، مونږ ټول باید د دغه شان ملي روحیې تر اغېزې لاندې راشو.

یو بل مینوال ویلي، چې په دغه ټلویزوني سریال کې د لوبغاړو جامې او بڼې، مشهورې سندرې او له حیاتي ځواک څخه ډکه فضا د همغې زمانې ځانګړتیاوې لري او یوازې چینایان پرې پوهیدلی شي.

لوبغاړي هو ګه له تایواني ځوانانو سره د نظر تبادلې فعالیت کې ویلي، چې د دواړو غاړو د وګړیو ترمنځ دومره توپیر نه شته. د نوموړي دغې جملې د ډېرو خلکو زړونه خپل کړي او د دوی د يووالي احساسات يې راپارولي دي او له دې مالوميږي، چې د دواړو غاړو خلک یو شان کلتوري بنسټ، ارزښتونه او احساست لري.

ښاغلي لو بین ون د تایوان د تونګ مینګ کلي د کلتوري تبادلې د مرکز مشر دی او د تایوان تنګي سږني کانګرېس ته يې یوه په زړه پورې سندره ډالۍ کړې ده.

 هغه په تېرو ۱۰ کلونو کې د تایوان په ګوټ ګوټ کې د اجدادو له ۲۱۰ څلو څخه لیدنې کړي او دغه سندره يې د تایوان تنګي د دواړو غاړو خلکو ته ډالۍ  کړې ده.

د تایوان تنګي د دواړو غاړو د فورم د سږني کانګرېس مهربانه او خوشحاله فضا د دې ښکارندويي کوي، چې د سیمې د دواړو غاړو خلکو ترمنځ اصلي او نږدې احساسات به هیڅ خراب نه شي.

د تایوان تنګي د دواړو غاړو خلک یووالی او اتفاق لري، خو وضعیت يې د بهرنۍ لاسوهنې له امله د ترینګلي کېدو په حال کې دی او يوزې د دغه تنګي د دواړو غاړو خلک کولی شي، چې په خپل توان بهرنۍ دسېسې شنډې او د پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.