په جلال اباد کې د بوټ او څپلۍ جوړولو فابريکې کې لسګونو کسانو ته کاري زمينه برابره شوې ده.
فابريکه د کار په برخه کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي، چې له ګاونډيو هېوادونو تازه خپل هېواد ته ستانه شوي وي.
د فابريکې د مسئول په وينا، په پام کې لري، چې خپلې چارې نورې هم وغځوي، خو له حکومتي مسئولينو هم ګېلې لري.
زمونږ همکار دغې فابريکې ته ورغلی او دا لنډ ويډيويي راپور يې پرې جوړ کړی دی.