د ملګرو ملتونو کارپوهان: اړوند هېوادونه او تصدۍ باید اسرائیل ته د وسلو لېږد ودروي
CMG2024/06/21 11:47:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو څه دپاسه ۳۰ کارپوهانو د جون په ۲۰مې نېټې په ژنيو کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او اسرائیل ته د وسلو او ګولیو برابرونه يې له بشري حقونو او د بشردوستۍ نړيوال قانون څخه سرغړونه بللې او پر اړوندو هېوادونو او تصديو يې غږ کړی، چې سمدستي ياده کړنه پای ته ورسوي.

 د ملګرو ملتونو يادو کارپوهانو په اعلاميې کې د لوکیډ مارټین، نارتروپ ګرومن او جینرال ډینامیکس په شمول له ځینو وسلو تولیدونکو شرکتونو غوښتي، چې اسرائیل ته د وسلو او ګوليو په شمول د نظامي تجهیزاتو برابرونه سمدستي ختمه کړي.