امريکايي سیاستوال باید د فلسطيني ماشوم پوښتنې ته ځواب ووايي
CMG2024/06/21 15:28:53
شريکول:

 

يوه ماشوم څو ورځې مخکې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو تر بريد وروسته د ټانک د هغو ګوليو ټوټې پيدا کړي، چې د امريکا لخوا جوړې شوي او اسرائيل ته یې ورکړې دي.

ماشوم د کېمرې پر وړاندې له امريکايانو پوښتنه کړې، چې تاسو زمونږ د وژنې په پار خپل حکومت ته ماليې ورکوئ؟ دا ګولۍ ستا په مالياتو جوړه شوې او د ودانۍ کنډې کپرې ستا ماليات دي.

د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې له پيل راهيسې د اسرائيلي ځواکونو د عملياتو له امله تر اوسه څه باندې ۳۷ زره فلسطينيان وژل شوي، چې پکې ۱۵ زره ماشومان دي. د غزې ډېری ماشومان پر سختې رواني ناروغۍ اخته شوي او بدني حالت يې هم ښه نه ښکاري او امريکا باید د غزې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پړه پر غاړه واخلي. دغه هېواد له يوې خوا غزې ته لږ څه مرستندويه توکي لېږي او له بلې خوا اسرائيل ته زرګونه ټنه وژونکې وسلې برابروي.

د امريکا د ځينو اوسنيو او پخوانيو چارواکو په خبره، د بایډن حکومت د تېر کال له اکتوبر راهيسې څه دپاسه سل پلانونه په پټه منظور کړي او پر اسرائيل يې زيات شمېر وسلې او مهمات پلورلي دي.

د غزې بشري حالت ورځ تر بلې مخ په سختېدو دي او امريکايي سیاستوال په ټولټاکنو کې د برياليتوب او ګټو لپاره کله نا کله پر اسرائيلي حکومت نيوکې کوي، خو د پردې تر شا یې بیا نور څه روان کړي دي.

جو بايډن په تېرې مې کې اعلان وکړ، چې اسرائيلي ځواکونو ته پر رفح ښارګوټي د بريد اجازه نه ورکوي او که چېرې اسرائيل پر رفح بريد وکړي، نو ۳.۵ زره درانه بمونه به ورته ونه سپاري. خو د امريکې حکومت د بايډن له ياد اعلان ۱۰ورځې وروسته اسرائيل ته د څه باندې ۱ ميليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات ورکړل.

د اسرائيل صدراعظم نيتانياهو د جون په ۱۸مې نېټې وويل، چې د امريکا خارجه وزير انټوني بلينکن ورته ډاډ ورکړی، چې ولسمشر جو بايډن همهغه مهال اسرائيل ته د وسلو په برابرولو کې د ټولو خنډونو په ليرې کولو بوخت و.  

د وسلو برابرونه پر اسرائيل د امريکا د اغېزې يوه مهمه وسيله ده، خو واشينګټن هميشه په دغې مسئلې کې خپل دريځ بدلوي.

شنونکي په دې اند دي، چې امريکايي سياستوال يوازې د عامه افکارو د فشار کمولو په پار کله نا کله د اسرائيل پر کړنو نېوکې او ناخوښي څرګندوي، خو حقیقت دا دی، چې اسرائيل ته د وسلو برابرول د دوی رښتينې موخه او رويه ده.

د بايډن حکومت له پوځي صنعتي تصديو سره خورا نژدې اړيکې او ګډې ګټې لري او نه يوازې د امريکې د  دفاع وزير او خارجه وزير په شمول څو لوړ پوړي چارواکي له پوځي صنعتي تصديو سره نژدې اړيکې پالي، بلکې اړوندې تصدۍ او تر شا يې لويې ډلې بیا د بايډن کمپاين ته خورا زيات مالي ملاتړ برابروي.

عجیبه دا ده، چې د امريکا خارجه وزير انټوني بلينکن او د ناټو سرمنشي جېنس ستولتنبورګ پر چين نيوکې کوي، چې دغه هېواد د روسيې له پوځي عملياتو ملاتړ او د جنګ پلویتوب کوي.

هلته هم حقیقت په ډاګه او ټولو ته مالوم دی، چې د اوکراين شخړه چا پېل کړې او څوک د جنګ ښکېل لوري ته وسلې ورکوي؟

چين د اوکراين شخړې جوړونکی او کوم ښکېل لوری نه دی، ښکېلو خواوو ته يې تر اوسه وسلې نه دي برابرې کړي، د اړوندو توکو صادرات يې تر جدي کنټرول لاندې نيولي او د نړيوالې ټولنې زياتې ستاينې يې تر لاسه کړي دي.

د امريکا او ناټو مشران او سياستوال دې د خلکو سترګو ته خاورې نه شيندې او پر چين د تور لګولو پر ځای دې د غزې ماشومانو ته ځوابونه ورکړي.

امريکا له اوږدې مودې راهيسې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شخړې او جنګونه لمسوي او راپورته کوي او وروسته بيا د تش په نوم د ژغورونکي رول لوبوي.

دا ټول بې شکه واقعيتونه دي، د ښکېلو هېوادونو خلک د شخړې په رکود کې پاتې کېږي، د سيمې هېوادونه د جنګ له امله ډېر ځپل کيږي او د امريکا د وسلو تصدۍ بیا ګټې ترلاسه کوي.