وانګ شياو هونګ له ګوپټا سره وکتل
CMG2024/06/21 10:22:59
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د نشه يي موادو د مخنيوي کمېټې مشر وانګ شياو هونګ د جون په ۲۰مې نېټې په پلازمينې بېجينګ کې د امريکا د نشه يي موادو د مخنيوي د پاليسۍ دفتر له مشر ګوپټا سره ليدلي دي.

وانګ شياو هونګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چين او امريکې له تېر کال راهيسې د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي او د نشه يي موادو د مخنيوي او د ناقانوني کډوالو د بېرته ستنولو په برخو کې يې ډېرې همکارۍ کړې او ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي زياته کړې، چين به له امريکا سره د متقابل درناوي، د خپلمنځي توپيرونو د کمولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د نشه يي موادو د مخنيوي په برخه کې همکارۍ او تبادلې پياوړې وکړي.