د ملګرو ملتونو د پرمختيایي پروګرام ادارې د جون په ۲۰مې نېټې د يوې اندپوښتنې يا سروې پايله کړې، چې له مخې يې د نړۍ ۸۰ سلنه خلک د اقلیم پياوړي عملیات غواړي.
د سروې ۵۳ سلنه ګډونوالو بيا د تېر کال په پرتله د اقلیمي بدلون په اړه ډېره اندېښنه ښودلې ده.
د اقلیمي بدلون په اړه دغه سروې د نړۍ په ۷۷ هېوادونو کې شوې، چې د نړۍ ۸۷٪ نفوس جوړوي او د ملګرو ملتونو د پرمختيایي پروګرام ادارې او اکسفورډ پوهنتون په شمول د ځينو ادارو لخوا په ګډې همکارۍ بشپړه شوې ده.