لي چيانګ بېجينګ ته ستون شو
CMG2024/06/21 10:22:01
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ له نيوزيلنډ، استراليا او ماليزيا څخه تر رسمي ليدنې او له خپل استراليايي سیال انټوني البانيس سره د چين او استراليا د صدراعظمانو له نهمې کلنۍ ليدنې وروسته د جون د ۲۰مې نېټې په شپه په ځانګړې الوتکې کې بېجينګ ته ستون شوی دی.

له نوموړي سره په دغه سفر کې د چين د دولتي شورا غړی او سکرتر وو جنګ لونګ هم مل و.