شي جين پينګ د نينګ شيا له هوې قوم کورواکې سيمې څخه ليدنه وکړه
CMG2024/06/21 15:05:50
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د نينګ شيا له هوې قوم کورواکي سيمې څخه ليدنه کړې او د سیمې د پرمختګ چارې یې له نږدې کتلې دي.

نوموړي ويلي، د نينګ شيا سیمه ييز حکومت بايد د نوي پرمختګ نظريې پلې کړي، د لوړ کفيت پرمختګ ته بايد پاملرنه وکړي، په اصلاحاتو او ورخلاصون کې باید ژور بدلون راولي او سيمه بايد داسې اباده کړي، چې اقتصاد يې سمسور، چاپېريال يې ښکلی، خلک يې شتمن او يو موټي وي او د چيني شکله عصري کېدو بهير کې غښتلی رول ولوبوي.

نوموړي د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په ماسپښين کې له چينګ های ښار څخه تر ليدنې وروسته نينګ شيا ته تللی دی.