ويتنام او روسيه به خپلمنځي اړيکې نورې هم پياوړې کړي
CMG2024/06/21 10:42:30
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په ۲۰مې نېټې له ويتنام څخه ليدنه کړې او د دغه هېواد له دولت رئيس تولام سره يې کتلي دي.

ولسمشر پوتين ویتنام ته د سفر په ترڅ کې له دغه هېواد سره د همکاريو یو لړ سندونه لاسلیک کړي او دواړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ به نورې هم ژورې کړي.

تولام له پوتين سره په خبرو کې هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي تګ راتګ زيات او خپلمنځي سوداګري پياوړې او پانګونې زياتې کړي.

د روانې میاشتې په ۲۰مې نېټې د روسيې کرېملين ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتين له خپل ويتنامي سیال سره يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي، چې روسیه به له ويتنام سره هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نورې هم ټينګې کړي.