چین له نړېوالې ټولنې څخه د انټرنېټ د سوله يیز او خوندي چاپېریال غوښتنه وکړه
CMG2024/06/21 10:50:31
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جون په ۲۰مې نېټې د انټرنېټي مسئلو د خوندیتوب په اړه د امنیت شورا په یوې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د لا ډېر سوله يیز او خوندي انټرنېتي چاپېریال لپاره زمېنه برابره کړي.

فو څونګ ویلي، مجازي نړۍ او ریښتینې نړۍ یو له بل سره نږدې اړیکې لري او انټرنېټ باید د بشري ټولنې د پرمختګ لپاره یوه مهمه وسیله وګرځي او د جګړې نوی ډګر باید ونه ګرځي.

نوموړي زياته کړې، چين به له نړيوالې ټولنې سره يو سوله ييز، خوندي، پرانيستی، همغږی او منظم انټرنېټي چاپېریال جوړ کړي او د انټرنېت د ګډ برخلیک ټولنه به ابادۍ کړي.