لي چيانګ به د داووس په ۱۵م دوبني فورم کې ګډون وکړي
CMG2024/06/21 16:41:41
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ٢١مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد صدراعظم لي چيانګ به د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه په دا ليان ښار کې د داووس په ۱۵م دوبني فورم کې ګډون وکړي. صدراعظم لي چيانګ به په فورم کې ځانګړې وينا وکړي، د نړيوال اقتصادي فورم له رئيس کلاوس سچواب او بهرنيو مېلمنو او سوداګريزو استازو سره به خبرې اترې او د نظر تبادلې وکړي.

د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا او د ویتنام صدراعظم فام مین چین به هم په دغه فورم کې ګډون وکړي. په دې فورم کې به له شاوخوا ۸۰ هېوادونو او سیمو څخه د سیاسي، سوداګریزو، علمي او رسنیزو ټولنو څه باندې ۱۶۰۰ استازي ګډون وکړي.