چين د تايوان بېلتون غوښتونکو ته د سزا سند خپور کړی
CMG2024/06/21 15:55:41
شريکول:

 د چين عالي ولسی محکمې، عالي ولسي څارنوالۍ، عامه امنيت وزارت، ملي امنيت وزارت او عدليې وزارت د جون په ۲۱مې نېټې په ګډه ((د تايوان د بېلتون غوښتونکو له خوا د هېواد د تجزيې او پاشل کېدو په اړه د سزا سند) خپور کړی او له همدې نېټې یې د تطبيق خبر ورکړی دی.

په دغه سند کې راغلي، چې د چين ولسي محکمې، ولسي څارنوالۍ، عامه امنيت ادارې، ملي امنيت ادارې او عدليې ادارې بايد خپل توان او رول ولوبوي، له قانون سره سم باید د تايوان بېلتون غوښتونکو ته د هېواد ضد کړنو سختې سزاوې ورکړي او د هېواد ملي حاکميت، يووالی او ځمکنۍ بشپړتيا باید ټينګه وساتي.