ګوټرېش: نړیواله ټولنه دې د کډوالو د ساتلو او ملاتړ لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي
CMG2024/06/21 11:43:16
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش د جون په ۲۰مې نېټې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ويډيويي وينا کړې او له نړیوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې د کډوالو د ساتلو او ملاتړ لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.

نوموړي ويلي، په نړۍ کې ګڼ شمېر خلک د شخړو، جګړو او طبیعي ناورینونو له امله اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي او نورو هېوادونو او سیمو ته کډه شي.

د جون ۲۰مه نېټه د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي، چې اوسمهال په نړۍ کې د ۴۳،۵ میلیونو کډوالو په شمول څه باندې ۱۲۰ میلیونو وګړيو مجبوراً خپل ټاټوبي پرېښودلي دي.