پاکستاني ځواکونو د جون په ۲۱مې نېټې ویلي، چې په همدې ورځ د دې هېواد په شمال لوېدیځ ایالت خيبر پښتونخوا کې يوه چاودنه شوې، چې پکې ۵ پوځيان وژل شوي دي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د يادې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
خيبر پښتونخوا له افغانستان سره ګډه پوله لري، چې د پاکستاني طالبانو په شمول ترهګريزې ډلې تل په دې سيمه کې فعاليتونه تر سره کوي. سربېره پر دې دغه ایالت د پاکستان د ترهګرۍ ضد مهمه سيمه هم ده.