کيوبا به هم پر اسرائيلو دعوی وکړي
CGTN2024/06/22 10:33:50
شريکول:

د کيوبا د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۱مې نېټې اعلان کړی، چې هېواد  به یې  له جنوبي افريقا سره يو ځای د عدالت  نړيوالې محکمې ته پر اسرائيل هغه دعوی وکړي، چې په غزه تړانګه کې يې د نسل‌ وژنه جرم تر سره کړی.

په دې خبر کې راځي، چې د کيوبا حکومت تل د نړيوالې ټولې له هغو قانوني اقداماتو او هڅو ملاتړ کوي، چې پر فلسطينيانو نسل وژنه بنده کړي. له دې امله هېواد يې پرېکړې کړې،‌ چې له جنوبي افريقا سره د عدالت نړيواله محکمه کې پر اسرائيلو باندې دعوی وکړي.

د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر کې، جنوبي افريقا نړيوالې محکمې ته دعوی وړاندې کړې، چې اسرائيل په غزه تړانګه کې نسل وژنه تر سره کړې. له دې وروسته د چيلي او هسپانيې په شمول يو شمېر هېوادونو هم پر اسرائيلو باندې ورته دعوی کړې ده.