ګوترېش: ممکن د منځني ختيځ سيمه ييزه شخړه لا نوره هم پراخه شي
CGTN2024/06/22 10:45:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش د جون په ۲۱مې نېټې ویلي، چې د منځني ختيځ سيمه ييزه شخړه ښایي لا نوره هم پراخه شي او باید مخنیوي ته یې ګړندۍ هڅې وشي.

نوموړي په همدې ورځ خبري ناستې ته د اسرائيل او لبنان د حزب الله وسلوالو ترمنځ‌ د شخړو د لا نور سختېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د هغه په خبره،‌ د اسرائيل او لبنان د شخړې پراختیا به دواړو هېوادونو او دغې سيمې ته لا نور زيات زيان او ناورين ورسوي.

سرمنشي له اړوندو خواوو څخه غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۷۰۱ نمبر پرېکړه ليک پلی کړي او سمدلاسه دې اوربند وکړي.